IQNA

 د قرآن دتلاؤت هنر/1

محمودعلی البنا:یوکلیوال  چې د قرآن په واسطه نړیوال شو

16:10 - August 30, 2022
د خبر لمبر: 3486157
ایکنا-(تهران)محمودعلی البناد مصر په سټایل سره یو غوره قاری دی چې  دخپل پړاؤ یو تر ټولو غوره قاری  ئې نومولی شو.یو داسې کس چې په یوه کلي کې وروزل شو او نړیوال شهرت ئې پیدا کړ.

د مصر یو کلی په ۱۹۲۶کال کې دیوه داسې ماشوم دزیږیدا کتونکی ؤ چې له کلونو کلونو وروسته له همدغه کلی ئې د قرآن کریم دتلاؤت غږ نړیوالو غوږونو ته ورساوۀ او د ایران او مصر د تلاؤت پر بهیرئې ډيرې او ژورې اغیزې وشیندلې.دغه مشهور قاری محمود علی البنا (۱۹۲۶-۱۹۸۵)  نومیږي چې  مصطفی اسماعیل هغه ؛خپل مولا؛ نوموۀ.

 محمود علی البنا دمصر په متوفیه ولایت کې د شیرا کلي کې لوي شو او دیوه زمیندار زوی ؤ . هغه له شپږکلنۍ  د شیرا کلی په احمدي مدرسې کې دقرآن  حفظ کول پیل کړل.محمود د شپې مهال  خپل مخکیني محفوظ  ساتلي شیان له ځان سره تکرارول  او هغه آیتونه ئې یادول چې باید په سبا ئې  استاد ته وړاندې کړي.

 محمود علی البناقرآن کریم ته ډير وفادار او متدیّن ؤ ،خپل درست عمر ئې له ماشومتوبه تر لویوالي پورې  دقرآن کریم په خدمت کې تیر کړ. دهغه یو زوی احمد په یوې مرکې کې وئيلي دي ،یوه ورځ دخپل پلار دعیادت لپاره روغتون ته لاړم،ماته ئې ووئيل،قرآڼ راته تلاؤت کړه ، سره له دې چې پوهید،زه له قرائت سره بلد نه یم ،خو غوښتل ئې  قرآن واوري . ما د  هغه لپاره دفجر سورې ځيني آیتونه ولوستل او ورسیدم د یا ایتها النفس المطمئنه ...  آ يتونو ته ،،، ناڅاپي مو ولیدل چې پلار مې په جان کندن کې دی اودژوند وروستۍ سلګۍ کوي،نو ځکه مو لږ شان ځنډ وکړ،پلار راته ووئيل، زوی  تلاؤت مه دروه دوام ورکړه...  هغه سباسهار وختي له دنیا سترګې پټې کړې....

 احمد همداراز وائي ، د ما دپلار له وفات وروسته ،دهغه یوه دوست راته ووئيل ،دتلاؤت په دوام کې د خپل پلار لارې ته دوام ولې نه ورکوې.؟،نو شپه شوه کور ته راغلم  اومور هم راته ووئيل چې حتما باید دخپل پلار لارې ته دوام ورکړم. زه یو تاجر وم او فکر  مو نه کاوۀ  چې واقعا قرائت به زده کړئ شم .شپه کله ویده شوم ، نو  خوب مو   ولید چې یوه څا  یا کوهي ته لویدلی یم ، نو ناڅاپي مو یوه چغه پورته کړه ، پلارمې لاس ونیو او له هغه څا ئې راویستم. مور هم راته ووئيل چې بیګا شپه مې په خوب کې ستا پلار ولید چې  دوه ختونه ئې راته ډالۍ کړ اووې وئيل،په دوي کې یو قمیص  احمد باندې وغونده .نو دغه خوب لامل شو چې  دتلاؤت ډګر ته وارد شم. اوس   احمد محمودعلی البنا د مصر یو ښه قاری دی .

د محمودعلی البنا یوه ډيره قرآني او داسلامی نړۍ دتلاؤت په ډګر کې یوه اغیزشیندونکي  کورنۍ حسابیږي.

captcha